د کندهار په غورک ولسوالي کي یوه ښځه په ډبرو وژل سوې ده

د کندهار د غورک ولسوالۍ د صورت خان کارېز په سیمه کي د یوې ښځي جسد موندل سوی، چي په ډبرو وېشتل سوې او وژل سوې ده.
سرچینې وایي، دغه ښځه دوو موټر سایکل سپرو دغه سیمي ته راوستلې او بیا یې وژلې ده چي جسد یې نن جمعه موندل سوی دی.
په هغه ویډیو کي چي څراغ تلوېزیون تر لاسه کړې ویل، کیږي چي دغه د موټرسایکل سپرو کسانو سره نور کوچنیان هم ورسره وه، چي د کندهار د غورک او هلمند د سنګین ولسوالۍ تر منځ په دغه سیمه کې یې یاده ښځه وژلې وه.
د دغه ښځي جسد دا مهال د غورک په کلینک کي پروت دی او کوم خپلوان يې نه دي موندل سوي.
امنیتي کسان وایي، د دې پيښي په اړه پلټني رواني دي.