د کندهار په مرکزي عیدګاه کي د لوی اختر لمونځ د ا.ا د مشرتابه په امامت ادا سو

د اسلامي امارت مشرتابه شېخ هبت الله اخندزاده د کندهار په مرکزي عیدګاه کي تر لمانځه مخکي په خپلو خبرو کي د اختلافاتو پر له منځه وړلو او یووالي ټينګار وکړ.
هغه دغه راز د اسلامي نظام پر پياوړتیا او له دغه نظام څخه د خلکو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او د نړۍ له مسلمانانو څخه یې د اتفاق او یووالي غوښتنه وکړل.
ده له علماوو څخه وغوښتل چي د خلکو تر منځ اختلافات او بدۍ په دوستۍ بدلي کړي، ورورګلوي سره وکړي او تر منځ یې روغي جوړي وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه زیاته کړه، خلک دي په خپل منځ کې اتفاق او یووالی راولي، له شیطاني او نفسي تقاضاوو څخه دي ځان وساتي ځکه مسلمانان یوازي د عبادت لپاره پیدا سوي نه د دنیا او پیسو ګټلو لپاره.
شېخ هبت الله اخندزاده د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چي بې اتفاقي باید له منځه ولاړه سي ځکه اوس په افغانستان کې اسلامي، خدايي او شرعي نظام دی او دا د کامیابۍ لاره ده.
هغه زیاته کړه: «زه ورورګلوي غواړم او د مسلمانانو یوووالی غواړم، زه په دې نه یم خوښ چي په نظام کي دننه یا دباندي اختلاف وي، په یوه ورځ دي ټول متفق سي ما دي له دې منصبه لیري کړي زه په دې خوشحاله یم خو په دې نه یم خوشحاله چي اختلافات په منځ کي موجود وي.»
هغه په تکرار سره پر یووالي او ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چي د طاعون په مرض خوښ اوسئ خو اختلافات تر منځ مه راولئ.
د اسلامي امارت مشرتابه د ښځو پر حقوقو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چي ټول خلک دي همدا نن په دې جماعت کي وعده وکړي چي د خپلو خویندو، لوڼو او نورو ښځو شرعي حقوق به ورکوي.
هغه د فلسطین جګړې ته هم په اشارې وویل، شرق او غرب چي پر نړۍ حاکمیت غواړي د فلسطین پر مسلمانانو د ظلم په اړه هیڅ نه وایي، سترګي یې ورباندي پټي کړي او چوپ دي.