د کندهار د امنیې قومندانۍ وياند اسدالله جمشيد وايي، چي د پنج شنبې په ورځ غرمه مهال د کندهارـ هرات پر لويه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په ساحه کي يو ځوان په پاسو موټر کي ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د جمشيد په خبره چي دغه کس اصلي د هلمند ولايت اوسېدونکی دئ، چي په موټر کي مور او نور خپلوان هم ورسره وه دهغوی سترګو په وړاندي وژل سوی دئ.
د يادوني وړ ده چي تراوسه پوري څرګنده نه ده، چي دغه کس د چا له خوا او ولي وژل سوی دئ.