د کندهار په ښوراوک او ځینو نورو ولسوالیو کي بادونو او بارانونو زیانونه اړولي

د سیمي اوسېدونکي وایي، د ښوراوک ولسوالۍ په صاحبانو کلي کي بارانونو او سېلابي اوبو کورونه او یو مسجد نړولی، د سپین بولدک او ښوراوک لار یې په کمال سیمه کي تخریب کړې، د سپیني خولې په سیمه کي اوبو د کوچیانو کیږدۍ هم وړي دي.
د خلکو په وینا، اوسمهال د ښوراوک په رود کي د زیاتو اوبو د راتلو له امله دواړو خواوو ته خلک بند دي.
پرون د سپین بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو په ځینو سیمو کي هم له باران وروسته سېلابونه راغلي وه.
مسوولین وایي، تر اوسه د زیان کچه معلومه نه ده خو دوی یې په اړه معلومات راټولوي.