د کندهار پوهنتون له ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځيو څخه ۶۷ تنه فارغ سوي دي

د کندهار پوهنتون د عامه اړیکو او پوهاوي امریت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د یادو فارغانو له جملې څخه ۳۳ کسان د راډيو او ټلوېزیون او ۳۴ کسان د عامه اړیکو له څانګي څخه فارغ سوي دي.
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی په ۱۳۹۱ زېږدیز لمریز کال تأسیس سوی او تر دا مهاله یې په نهو دورو کي ۷۴۲ کسان ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي.
کندهار کي پر داسي مهال یو شمېر کسان له ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغیږي چي د ژورنالیزم د برخي اکثره کارکوونکي له ستونزو څخه شکاتونه کوي او ډېری د دې برخي کارکوونکي بیا له هیواده وتلي دي.