د کندهار څخه د ط..البانو امنيتي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دجمعې په ورځ ماځيګر مهال د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کي يو کرولا موټر د ټېلر سره ټکر سوی، چي له امله ئې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي په دغه ترافيکي پېښه کي شپږ کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.