د کندهار څخه محلي سرچېنو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په کلا ښامير سيمه

د کندهار څخه محلي سرچېنو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په کلا ښامير سيمه کي په يو کور کي دننه په بخارۍ کي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.
د سرچينې په وينا چي په دغه چاودنه کي د يوې کورنۍ دوه کسان وژل سوي او د ښځو او کوچنيانو په ګډون ۷ کسان نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوي دي.
تراوسه ط..البانو د دغي چاودني په اړه رسنيو ته څه نه‌دي ويلي.