د کندهار څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تېري شپې او نن سهار د بارانونو له امله په دغه ولايت کي يوه کوچنۍ نجلۍ او یو بل کس وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي په دغه ولايت کي د زيات باران او سېلابونو له امله ۱۷۷ کورونه ويجاړ او زيانمن سوي دي.