د کندهار څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کندهار ښار د دوهمي امنيتي حوزې په ساحه کي زوم خپل خسر وژلی.
د سرچينې په وينا چي دغه هلک څه موده وړاندي کوزده کړې وه او اوس ئې غوښتل چي واده وکړي، خو د نجلۍ پلار ئې د واده سره مخالفت کړی و.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د کورنۍ اختلافاتو له امله رامنځ ته سوې وه.
په ورته وخت کي ط..البانو هم دغه پېښه تائيد کړې ده او ويلي ئې دي چي د دغه قتل په تور ئې ياد کس نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.