د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون د يکشنبې په ورځ ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ښار د دوهمي امنيتي حوزې په ساحه کي نامعلومو کسانو يو کس ويشتلی او ټپي کړی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس تازه د کندهار محبس څخه ازاد سوی و.
د ياد کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دئ.

باید وويل سي، چي د‌دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده.