د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي يوې ښځي خپل پخوانی خاوند ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ښځي له خپل خاوند څخه مخکي طلاق اخيستی و.
د سرچينې په خبره چي دغه پېښه د شنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده.
دغه راز د کندهار ط..البانو هم ياده پېښه تائید کړې ده او په خبره ئې چي ياده ښځه ئې نيولې ده او عدلي ارګانونو ته ئې سپارلې ده.