د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ سهار مهال د سپين بولدک ولسوالۍ پر لاره د انځرګي په سيمه کي يو موټر د تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي په موټر کي ناست شپږ کسان سخت ټپيان سوي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.