د کندهار څخه ځايي سرچینو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچینو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ د کندهار ښار د‌ دوهمي ناحيې د کاروان په کوڅه کي نامعلومو کسانو يو ځوان په چاقو وهلی و، چي وروسته په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوی و.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د ژورو ټپونو له امله د‌ جمعې په ورځ ساه ورکړې وه.
سرچينه زياتوي چي دغه ځوان عطا محمد نومېدی.

تر اوسه د ياد ځوان د وژل کېدو انګېزه مالومه نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.