د کندهار ښار د حاجي عبدالله د کارتې د پای اوسېدونکي وايي چي د نوشيجان ویاله له پنځو کلونو راهیسي ښاروالۍنه ده پاکه کړې

د کندهار ښار د حاجي عبدالله د کارتې د پای اوسېدونکي وايي چي د نوشيجان ویاله له پنځو کلونو راهیسي ښاروالۍنه ده پاکه کړې چي سيمي خلګ ئې د سختي بدبویۍ او چټلۍ څخه شکايت کوي.
د سیمې خلک کندهار ښاروالۍ څخه ګیله لري، چي د پرله‌پسي غوښتنو باوجود ئې د ویالې د پاکولو له پاره اقدام نه دئ کړی. د دغي سيمي اوسېدونکي ټینګار کوي چي کندهار ښاروالي باید ژر تر ژره دغه ویاله پاکه او د سیمي د چاپېریال د خوندیتوب له پاره دي د ولس غوښتني په نظر کي ونيسي.