د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کي د سوالګرو ماشومانو شمېر زیات سوی.
ځايي اوسېدونکي وايي، هره ورځ ګڼ ماشومان په واټونو او بازارونو کي له خلګو د پیسو غوښتنه کوي.
دوی د ط..البانو د حکومت څخه غواړي، چي دغه ماشومان راټول او له بېوزلو او بېسرپرسته کورنیو سره مرسته وکړي، څو ماشومان د سوال کولو پر ځای زدهکړو ته مخه کړي.
بلخوا، بېوزلي، بېکاري او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی هغه لاملونه بلل کېږي، چي ځیني کورنۍ ئې د خپلو ماشومانو د سوال کولو له پاره واټونو ته د لېږلو ته اړي کړي دي.
د ط..البانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي ستونزي لا هم د ګڼو کورنیو ژوند اغېزمنوي.
د کار نشتوالی او د عاید کمښت د دې لامل سوی، چي ځیني ماشومان د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو له پاره سوال کولو ته اړي سوي.
د ټولنيزو رسنيو کارکوونکي وايي د ماشومانو د سوال کولو مخنیوی یوازی د هغوی په راټولولو نه کېږي؛ بلکي د ط..البانو حکومت باید د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي، د بېسرپرسته ماشومانو له پاره د ساتني زمینه برابره کړي او د هغوی د زدهکړو له پاره دي عملي ګامونه پورته کړي.