د کندهار – کابل پر لويه لار باندي د ترافيکي پېښي له امله ۲۶ کسان وژل سوي‌

د چهارشنبې په ورځ د کندهار – کابل پر لويه لار د ارغندۍ په سيمه کي يو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر د سړک د غاړي څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
د څراغ تلوېزيون د‌ لومړنيو معلوماتو د مخي په دغه پېښه کي ۲۶ مسافر وژل سوي او ۱۴ تنه نور ټپيان سوي دي.
دغه مسافر وړونکی بس د هلمند څخه د کابل پر لور روان و، چي په ارغندۍ کي د سړک څخه اوښتی او چپه سوی و.
باید وويل سي، چي يوه هفته وړاندي په هرات ولایت کي هم يو مسافر وړونکی بس موټر ټکر کړی و، چي له امله ئې ۷۹ کسان وژل سوي وو.