د کندهار یو شمېر اوسېدونکي او ناروغان وایي، په میرویس حوزوي روغتون کي د درملو او طبي وسایلو کمښت او د روغتیايي خدمتونو ټیټ کیفیت د خلګو اندېښنې زیاتي کړي دي.
د ناروغانو په وینا، دوی اړ دي چي د درملني له پاره اړین توکي، لکه پېچکارۍ، کینولې، سیروم، درمل او نور لومړني طبي وسایل له روغتون بهر په خپلو پیسو واخلي، چي دا چاره پر بېوزلو کورنیو دروند مالي بار اچوي.
ځیني ناروغان همدارنګه ادعا کوي چي د روغتون د ځینو روغتیايي کارکوونکو چلند له ناروغانو سره مناسب نه دئ او له مسؤلینو غواړي چي د خلګو شکایتونه په بې پرې ډول وڅېړي او د خدمتونو کیفیت ښه کړي.
میرویس حوزوي روغتون د لوی کندهار تر ټولو ستر دولتي روغتون ګڼل کېږي او هره ورځ زرګونه ناروغان د درملني له پاره ورته مراجعه کوي.
د سیمي اوسېدونکي له اړوندو مسؤلینو غواړي چي د درملو او طبي وسایلو کمښت ته رسېدنه وکړي او د روغتون روغتیايي خدمتونه د خلګو د اړتیاوو سره سم معیاري کړي.