د کندوز ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهار شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کي د دوو موټرانو د ټکر له امله ۷ کسان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي. د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.