د هند تازه بشري مرستي چي درې کانټینره ضروري توکي په کښي شامل دي، د چابهار بندر له لاري کابل ته رسېدلي دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په دې مرستو کي خوراکي توکي، د اوبو تصفیې دستګاوي، خیمې، کمپلي، درمل او نور ضروري تجهیزات شامل دي.
هند تر دې وړاندي هم دوه ځله زلزلهځپلو ته بیړنۍ مرستي لېږلي وې.
دا مرستي ئې په داسي حال کي رسېږي چي په کنړ کي د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه خلګ مړه او ټپیان سوي او ډېري کورنۍ د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.