د کنړ ولايت د ط..البانو مسئولينو ويلي

د کنړ ولايت د ط..البانو مسئولينو ويلي، چي د يکشنبې په ورځ ماځيګر مهال يو ځل بيا د پاکستان پوځ د دغه ولايت پر مرکز اسعداباد ښار باندي توغنديز بريدونه کړي.
د هغوی په خبره چي په دغه پېښه کي ۱۸ ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کي د کنړ ولايت د ط..البانو د عامي روغتيا رئيس مظفر مخلص د څراغ تلوېزيون سره په خبرو کي ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي په يادو بريدونو کي يو ولسي کس وژل سوی او ۱۷ نور ټپيان دي.

د‌ مظفر په وينا چي د پېښي ډېری قربانيان ښځي او ماشومان دي.