د کنړ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز اسعداباد ښار کي د کنړ د سيند په اوبو کي د يو ځوان جسد موندل سوی دئ.
سرچينې د دغه ځوان د هويت په اړه څه نه دي ويلي او په خبره ئې چي د موندل سوی ځوان جسد ط..البانو د کنړ ولايتي روغتون ته انتقال کړی دئ.
تر اوسه ط..البانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.