د کورمي د خونړۍ پېښي د وژل سویو شمېر تر ۴۰ واوښتی

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، چي د دې ایالت په کوزه کورمه کي د شیعه زیارتوالو پر کاروان د مرګوني برید د وژل سویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته لوړ سوی دی.
پرون ماسپښین مهال د علیزو او څپرې پاټک ترمنځ په مندوزیو او بګن سیمه کي په داسي حال کي پر زیارت والو برید وسو چي د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کي سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته لیږدول.
د پولیسو په وینا، وژل سوي کسان په مندوزیو قبیلې پوري تړاو لري.
تراوسه پوري د دې برید مسوولیت کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی
خو د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر، دغه برید تروریستي بللی او ویلي یې دي چي هېڅ ځایي ډله پکښي لاس نه لري.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو چارواکو ویلي، په دې برید کي درې ښځي او ۱۱ نور کسان ټپیان سوي دي.
پولیسو ویلي، د شیعه وو پر کاروان هغه مهال برید وسو چي زیارت کوونکي له پاړه چنار څخه پېښور ته روان وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *