د کورنیو چارو وزارت وايي، پر نشه‌يي توکو روږدي د ۵۰۰ کسانو درملنه سوې ده

دغه وزارت خبر ورکړی، چي د دغو ۵۰۰ کسانو روږدو کسانو درملنه د کابل  د «اغوش» د معتادينو په مرکز کي سوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چي امنیتي ځواکونو دغه شمېر روږدي کسان له کابل او د هیواد له یو شمېر ولایتونو راټول کړي او د وزارت په پنځه زره بستریز مرکز کي له څلورو میاشتو درملني وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي اکثره وخت په نشه يي توکو روږدي کسان د کار غوښتنه کوي او وایي، کله چي روغ سي او بیا هم بې روزګاره وي نو د بې روزګارۍ له امله بیا نشته يي توکو ته مخه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *