د کوچني اختر په شپو او ورځو کي ۳۵ بهرني سيلانيانو له باميانو څخه ليدنه کړې

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چي د دغه ولایت له بېلابېلو تفریحي او تاريخي سیمو څخه د کوچني اختر په شپو او ورځو کي څه باندې ۷ زره سېلانیانو لیدنه کړې ده، چي له دغې ډلې ۳۵ تنه بهرني سیلانیان دي.
یادو سیلانیانو د دغه ولایت د بودا مجسمو، غلغلې ښار، ضحاک ښار، بند امیر، د یکاولنګ چهل برج د فولادو درې او ورته نورو بېلابېلو تفریحي، تاريخي او طبیعي سیمو څخه لېدنه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *