د کوچنیانو د خوندیتوب اداره وايي، ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره بې رحمه کال دی

د کوچنیانو د خوندیتوب اداره وايي، چي په افغانستان کي اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالي او سېلابونو په دغه هیواد کي د کوچنیانو ژوند اغېزمن کړی دی.

دغه سازمان ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره «بې رحمه» کال بللی دی.

د کوچنیانو د خوندیتوب سازمان پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغان کوچنیانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د کوچنیانو د ژغورني سازمان تر دې مخکي په افغانستان کي د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کیدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي یې وه، چي یوازي د روان کال په لومړیو کي په دغه هېواد کي د اقلیم له امله ۳۸ زره کسان چي نیمايي یې کوچنیان دي بې ځایه سوي دي.

په افغانستان کي کوچنیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ماشومانو د حقونو د بنسټ د درجه بندۍ له مخي افغانستان په ۲۰۲۳ کال کي د کوچنیانو لپاره د نړۍ په درېیو بدو هیوادونو کي وو.