د کوچنیانو له کار سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ اوچا وایي، په افغانستان کي ۱۹ سلنه کوچنیان په کارونو بوخت دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا ویلي، په افغانستان کي ۱۹ سلنه کوچنیان په کارونو بوخت دي او مجبور دي چي د کورنیو لپاره یوڅه تر لاسه کړي.
اوچا دغه څرګندوني پر خپله ایکس پاڼه د کوچنیانو له کار سره د مبارزې د نړیوالي ورځي په مناسبت کړي دي.
د دغه سازمان په خبره، د کارګرو کوچنیانو اوسنیو شمېرو د افغان کوچنیانو د راتلونکي په اړه دوی اندېښمن کړي.
دې ادارې ټینګار کړی چي هر کوچنی د زده‌کړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کي د ژوند حق لري خو له دې حق څخه ډېر محروم دي.
بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام یا “WFP” ویلي، چي په افغانستان کي څه باندي درې میلیونه کوچنیان په خوارځواکۍ اخته دي.