د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره لیدلي دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دې لیدنه کي په ایران کي د کډوالو په وضیعت او د کار، استوګني او تعلیم په برخو کي په ورپېښو ستونزو باندي خبري سوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ایران هیواد له خوا د افغان کډوالو د ٤٠ کلن کوربه‌توب مننه کړې او زیاته یې کړې یې ده چي اسلامي امارت له ایران څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د راستنولو هوډ لري خو په خبره یې، د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځ‌ته سي، چي دغه بهیر په سمه توګه ترسره سي.

هاخوا د ایران سفیر په خپلو خبرو کي په ډاګه کړې چي ایران په هر ډول سختو شرایطو کي د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *