د کډوالو نړيوال سازمان وايي، په هرات کي له ويجاړوونکي زلزلې يو کال وروسته هم زرګونه کسان د خپل ژوند په بيا رغولو کي ستونزي لري

د کډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چي ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دغه سازمان په یوه راپور کي ویلي چي ۸۵ سلنه یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، ۳ سلنه خلک په بې ثباته ورځني معاش باندي تکیه کوي.

دا اداره همداراز وايي، ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناوو د نشتوالي له کبله له یخ سره مخ دي.