د کډوالو نړۍوال سازمان ويلي، چي لسګونه ټولني د دوی د مرستندويه پروګرامونو څخه برخمني سوي

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) ويلي چي د ۲۰۲۴ کال له پيل راهيسي تر اوسه ۱۱۰ کليواليو ټولنو د افغانستان په نهو ولايتونو کي د دې ادارې له مرستندويه پروګرامونو څخه برخمني سوي دي.
دغه سازمان په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي دا پروګرامونه خلګو ته دا توان ورکوي چي د طبيعي آفتونو د راتګ څخه مخکي د چمتووالي مشري پخپله په لاس کي واخلي او د خپلو سيمو د خوندیتوب له پاره عملي ګامونه پورته کړي.
ياد سازمان ويلي چي دا هڅي به د طبيعي پېښو پر وړاندي د خلګو زيانونه راکم او د ټولنو امنيت او مقاومت به زيات کړي.