د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په تېره یوه اونۍ کي يې له  ٥٧٢ تنو افغان کډوالو سره چي له پاکستانه راستانه سوي مرستي کړي دي

د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، د راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځي دي او د ۵۸ سلنه راستنېدونکو کورنیو سرپرستي د  ښځو پر غاړه ده.

د دغي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د راستنېدونکو له ډلي څخه ۵۳ تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لري.

د کډوالۍ سازمان هم وړاندي راپور ورکړى وو، چي پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتي راهیسي شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال ايستلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکي ویلي وه چي له ۲۰۲۰ کال راهیسي شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال سوي دي.