د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا “ایو این ‌ایچ‌ سي‌ آر” وايي، په افغانستان کي د جګړې له پای ته رسېدو سره سره لا هم دغه هيواد درې میلیونه او دوه لکه کورنۍ بې ځایه سوي خلک لري

دې سازمان پرون په افغانستان کي د امنیتي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ چي د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل یې نښتي یادي کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چي اوسمهال نږدې شپږ میلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمي په هيوادونو کي د کډوالۍ ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې چي کډوال او پناه غوښتونکي د پناه غوښتني د قوانینو د نشتوالي او خپلو اساسي حقونو ته د محدود لاسرسي له امله تر ټولو ډیر زیان ویني.