د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د يکشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي ، چي د ۲۰۲۱ ميلادي کال راهيسي د بېلابېلو دلايلو له امله ۳،۱ ميليونه افغانان د افغانستان داخل کي د خپلو اصلي سيمو څخه بې ځایه سوي دي.
دغه سازمان په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دغه خلګ د سېلابونو، وچکالۍ او اقلیمي بدلون سره د تړلو نورو طبیعي پېښو له امله بې ځایه سوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان زیاتوي چي دا دغه بې ځایه سوي کورنۍ تر ډېره په نامناسبو کورونو کي ژوند کوي او هیڅ شتمني یا سپما هم نه لري.