د المپیک ملي کمېټې، بدني روزني او سپورټ عمومي ریاست رهبرۍ، د کیک بوکسینګ نړیوال سازمان سیالیو کي د کیک بوکسېنګ هغه افغان لوبغاړي وستایل، چي په دغه سیالیو کي یې مډالونه ګټلي وه.
دغه سیالۍ د ایران په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۷ هیوادونو ترمنځ پیل سوي وې، چي له افغانستان څخه پکښي ۶ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
افغان لوبغاړي په یادو سیالیو کي د ۲ د سرو زرو، یو د سپنیو زرو او یو د برونزو مډالونو او دویم مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستانه سول، چي د هیواد د سپورټ ادارې له لوري وستایل سول.