د ګوګل تازه راپور ښيي چي نړۍ د سایبري جګړو یوې نوي او اندېښمنوونکي مرحلې ته داخله سوې؛ داسي پړاو ته چي هکران په کښي

د ګوګل تازه راپور ښيي چي نړۍ د سایبري جګړو یوې نوي او اندېښمنوونکي مرحلې ته داخله سوې؛ داسي پړاو ته چي هکران په کښي مصنوعي ځیرکتیا یوازي د معلوماتو د شنني له پاره نه؛ بلکي د بریدونو د نیمه‌خودکارو عملیاتو د فعالي برخي په توګه کاروي.
د ګوګل د ګواښونو د څار ډلي ویلي، یوه پېژندل سوې سایبري جرمي ډله د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د یوه سافټویر پټه امنیتي نیمګړتیا موندلې او د هغې د ناوړه استفادې وسیله ئې هم جوړه کړې ده، چي هدف ئې یو پراخ کارېدونکی اوپن‌سورس سیسټمي مدیریت وسیله وه، چي په ګڼو ډیجیټلي زېربناوو کي ورڅخه کار اخیستل کېږي.
راپور زیاتوي، که څه هم دغه برید د پراخ عملي کېدو مخکي درول سوی، خو سایبري شنونکي ئې د ډیجیټلي ګواښونو په تحول کي یو مهم بدلون بولي.

د دوی په باور، هکري ډلي او حتی دولتونه په چټکۍ سره مصنوعي ځیرکتیا په خپلو تهاجمي سایبري عملیاتو کي مدغموي.
د ګوګل د شنونکو په وینا، هکران اوس د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د امنیتي نیمګړتیاوو د اتومات لټون، د بد افزارونو د جوړولو، د هدفونو د تحلیل او آن د بریدونو په ځینو پړاوونو کي د محدودو پرېکړو له پاره کاروي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چي دغه بدلون کولی سي د پېچلو سایبري بریدونو د طرحي وخت ډېر راکم کړي او حتی هغو کسانو او ډلو ته هم د پراخو بریدونو زمینه برابره کړي، چي لږ تخنیکي مهارت لري.