د یوناما راپور؛ داعش ډلي په خپلو بریدونو کي په تېرو دریو میاشتو کي ۳۶ ملکي افغانان وژلي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما وايي، داعش ډلي په تېرو دریو میاشتو کي په افغانستان کي په خپلو بریدونو کي ۳۶ ولسي وګړي وژلي او ۱۱۸ نور یې ټپيان کړي.
یوناما دا خبره په خپل تازه راپور کي کړې او دغه راز د راپور په یوه برخه کي یې په افغانستان کي د بېلابېلو پیښو له امله د ملکي مرګ ژوبلي په اړه هم معلومات خپاره سوي دي.
د راپور له مخي، د روان کال د جنورۍ له ۶مي تر ۱۱مي پوري یوازي په کابل کي د دریو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یوناما موندني ښيي چي د کندهار د کابل بانک پر څانګه په ځانمرګي برید کي چي د مارچ په ۲۱مه سوی و ۲۵ تنه مړه او تر ۵۰ زیات ټپيان سوي وو.
د ا.ا چارواکو تر اوسه د یوناما راپور ته غبرګون نه دی ښوولی.