د یوناما مشره وایي، د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم افغانستان له فقر سره لاس او ګرېوان دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «د یوناما مشره» روزا اتونبایووا وايي، که څه هم په تیرو شاوخوا درېیو کلونو کي افغانستان ته په میلیونونو ډالر مرسته راغلې، خو بیا هم افغانستان له پراخ فقر سره لاس او ګرېوان دی.
هغې دا خبري نن ماښام د جون ۲۱مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کي کړي دي.
دې زیاته کړې، چي په نژدې درېیو کلونو کي نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره څه باندي ۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د هغې په خبره، د افغانستان د خلکو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه باندي څلور میلیارده ډالره مرسته سوې ده.
د یوناما مشري زیاته کړې چي په افغانستان کي موجوده فقر خلک د طبیعي پېښو پر وړاندي نور هم زیانمن کړي دي.