د یوناما مشري ویلي چي د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ په موخه یې د «کوچني پور بانک» د جوړولو نوښت پلان کړی دی

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشري «روزا اوتنبایوا» ویلي چي د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ په موخه یې د «کوچني پور بانک» د جوړولو نوښت پلان کړی دی.

مېرمن اوتنبایوا په کابل کي د امام ابوحنیفه په درېیم نندارتون کي د ګډون پر مهال ټینګار کړی چي د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ په موخه به د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د کوچنیو پورونو بانکونه جوړ سي.

د یوناما مشري دا څرګندوني داسي مهال کړي چي په افغانستان کي بې‌روزګاري زیاته سوې او د خلکو کلنی عاید کم سوی دی.

د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخي چي دا مهال په افغانستان کي خصوصي سکټور هم له پېچلو ستونزو سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي د دغه سکټور په پياوړتيا سره په هیواد کي د بحران پېچلتيا کمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *