د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام؛ کرکټ بورډ اتلس کسیزه نوملړ ورته اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد خان په لوبډلمشرۍ د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام لپاره ۱۸ کسیزه نوملړ اعلان کړی دی چي ځیني نوي لوبغاړي هم پکښي دي.
دغه نوملړ ته نوي لوبغاړي محمد اسحاق، ننګیالی خروټی او صدیق اتل وراضافه سوي دي.
د نړيوال جام دغه ستري سيالۍ په امريکا او ويسټ انډيز کي د روان کال د جون مياشتي په دویمه نېټه پيليږي چي په لړ کي به يې افغان لوبډله په دریمه نېټه د یوګاندا لوبډلي پر وړاندي د لوبي ډګر ته کښته سي.
افغان لوبغاړي وایي، دې جام ته یې پوره چمتووالی نیولی او تمه لري چي ښه وځلیږي.