د افغانستان کريکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لار پيداکولو سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلي نوملړ خپورکړی. د کرېکټ بورډ د خبر له مخي، دغه نوملړ کي د درې احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۱۴ کسان انتخاب سوي دي.
افغان لوبډله به په دغو سیالیو کي د عمان، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او نیپال د نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي. نړۍوال جام ته د لار پيدا کولو سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په کوربتوب پيلیږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې کوي