د ۲۰ اوریزه کرکټ نړيوال جام سياليو کي هند او ايرلينډ يو بل ته مخامخیږي

د نيويارک په لوبغالي کي د ۲۰ اوریزه کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کي نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت اووه بجې پیلیږي.
تر دې يوه ورځ وړاندي، هالينډ نيپال ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه خو د انګلستان او سکاټلينډ سيالي د باران له امله لغوه سوه.
سږ کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړيوال جام سيالۍ د جون پر درېيمه پيل سوې چي ۲۰ لوبډلي برخه پکښي اخلي او لومړۍ لوبه یې افغانستان له یوګندا څخه په ستر توپير وګټل.
امریکا او ویسټ انډیز د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.
ټاکل سوې چي د نړيوال جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه د ویسټ انډیز په باربېډوس کي وسي.