ذبيح الله مجاهد: دامريکا له لوري تازه بنديزونه غندلي دي.

د امریکا له لوري د افغانستان د امر بالمعروف و نهې عن المنکر پر وزیر محمد خالد حنفی او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي بندیزونه غندلي.

امریکا پر دغو چارواکو د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بندیزونه لګولي او له ۶ ټولګي د پورته زدکړو د بندیز اصلي طراحان یې بللي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ايکس پاڼه د امریکا د خزانه دارۍ وزارت له خوا پر دې چارواکو لګیدلي‌ بندیزونه غندلي دي.

د مجاهد په وینا فشار او بندیزونه هیڅ ستونزه نسي هوارولای او امریکا د دغه دول ناکامو کړنو تجربه لري چي نوري باید تکرار نسي.