د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د اروپایي ټولني لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي «توماس نیکلاسن» د ماموریت پای ته رسېدو په اړه ویلي، هغه په دې کي پاته راغلی چي د کابل اړیکي له دې ټولني سره عادي کړي.
مجاهد ټینګار کړی چي د اروپایي ټولني لپاره باید داسي نوی ځانګړی استازی وټاکل سي چي د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
له هغه وخت راهیسي چي طالبان په ۲۰۲۱ کال کي بیا واک ته رسېدلي، تر اوسه هیڅ اروپایي هیواد د افغانستان په سفارتونو کي د طالبانو استازی نه دی منلی.
د نیکلاسون له سفره لږ وړاندي چارواکو د نجونو پر طبي او نیمه طبي زده کړو هم بندیز ولګاوه، دا یوازینۍ برخه وه چي لا هم یو شمېر نجونو پکښي زده کړې کولای سوې.