ذبیح الله مجاهد وایي، ډيری هیوادونه له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته لېواله دي

د دوحې په درېیمه غونډه کي د ا.ا د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد ویلي، ځيني هیوادونه په اقتصادي او مالي برخو کي له افغانستان سره همکارۍ ته لېواله دي.
هغه زیاته کړې چي، د دوحې د درېیمي غونډي په دویمه ورځ د بانکي او اقتصادي بندیزونو پر لیري کېدو هم ټينګار سوی دی.
مجاهد دغه‌راز ټینګار کوي چي، دوی د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، تولید، پروسس او قاچاق پر وړاندي جدي مبارزه کړې او هڅه کوي چي، کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړي.
بل خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین، ایټالیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د کنګل سویو شتمنیو ازادېدل او د بانکي بندیزونو لیري کېدل په دې غونډه کي د بریتانیا او روسیې د استازو له غوښتنو څخه وو.