راتلونکې اوونۍ د افغانستان په سړو سيموکي د ښوونځيو کلنۍ ازمويني پيليږي

د پوهني وزارت اعلان کړی چي د راتلونکي اوونۍ د شنبې په ورځ به د افغانستان په سړو ولایتونو کي د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل سي.

دغه وزارت نن یک‌شنبه په یوه بیان کي وویل چي، له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پوري کلنۍ ازمویني به د لړم یا عقرب له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې اخیستل کېږي.

د بیان له‌‌‌مخي له څلورم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پوري کلنۍ ازمویني به لیندۍ یا قوس پر لومړۍ نېټه پیل او د لیندۍ تر ۱۵مې دوام وکړي.

څه باندي درې کاله تېر سول چي چارواکو په افغانستان کي د نجونو منځني او عالي ښوونځي تړلي دي چي تر اوسه یې لا هم د بیا پیل په اړه کوم اقدام نه دی سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *