راپورونه وايي، قطر د فلسطینیانو د ډلي حماس له استازو غوښتنه کړې، چي له دغه هیواده ووځي

قطر د دغو کسانو د وتلو امر د امریکا د متحدایالتونو له غوښتني وروسته کړی دی.
ټایمز اف اسرايیل او فایننشل ټایمز ورځپاڼو پرون راپور ورکړی، چي قطر د حماس له استازو غوښتي چي په لسو ورځو کي له دغه هیواده ووځي.
د ټایمز اف اسرايیل په لیکنه، د حماس مشران له ۲۰۲۲م کال راهیسي په دوحه کي دېره دي.
د امریکا پرله‌‌پسې حکومتونو استدلال کړی، دا مهمه ده چي له حماس ډلي سره د ارتباطاتو یو کانال پرانیستی وي.
قطر د امریکا د متحدایالتونو او مصر تر څنګ د اسرايیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ځنډېدلو خبرو منځ‌ګړیتوب کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *