راپورونه وايي د شمالي کوریا سرتېرو د روسیې په کورسک سیمه کي له اوکرایني ځواکونو سره نښتي کړي دي

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼي پرون د امریکايي او اوکرایني چارواکو له قوله چي نومونه یې نه دي اخیستي دا راپور ورکړی.
اوکرایني چارواکو ویلي چي دا جګړه لنډه وه او د شمالي کوریا د ځواکونو هدف احتمالا د اوکرایني ځواکونو د کمزورتیاوو پيدا کول وو.
د دوی په وینا، د شمالي کوریا ځواکونو له روسي پوځیانو سره یوځای په جګړه کي برخه لرله.
رویټرز خبري آژانس ټینګار کړی چي په دې اړه راپور په خپلواک ډول نه سي تاییدولای.
د اوکراین د جمهوري ریاست او دفاع وزارت او د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کي وویل چي د اوکرايني او شمالي کوریا د ځواکونو ترمنځ لومړۍ جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ په برخه کي یو نوی څپرکی پرانیستی.