ډیپ سټېټ آنلان ویبپاڼه چي د ځواکونو د موقعیت نقشې ښيي، راپور ورکوي چي روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د پوکروفسک له جنوبي څنډي څخه یوازي درې کیلومتره لیرې وه.
په عین حال کي د اوکراین د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال اولیکساندر سیرسکي پر خپله فیسبوکپاڼه لکیلي چي د روسي ځواکونو پرضد د جګړې په ډګر کي د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید نامتعارفي پرېکړي وسي.
له بلي خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چي سیمي ته د مرستندویو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې.
روسيې داسي مهال په اوکراین کي پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډيپلوماتیکي هڅي ګړندۍ سوي او ښکېل اړخونه غواړي دا جګړه، چي په اروپا کي یې په تېرو څو لسیزو کي ساری نه دی لیدل سوی پای ته ورسوي.