ديني عالم او د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د امنيت د شورا وياند پر خپله اويکس پاڼه باندي د هغه افغان پيلوټ چي په ايران کښي ځان سوځولی وو، په غبرګون کښي ويلي دي، څوک چي خپل وطن لري او وطن کښي خپلواک وي هغه ځان وژنه نه کوي.
هغه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چي محمد امير توسلي په خپل هيواد کي په امن کښي نه وو، مهاجر سوو خو پردي وطن کښي هم ښاد نه سو ځکه ئې ځان وژنه وکړل.
اندړ ليکلي دي:«وطن د هویت، شناخت او حیثیت دوهم نوم دئ، توسلي په خپل وطن کښي په امان نه وو، د ط..الب په کاذبه عفوه ئې باور نه درلود، په بل وطن کښي ئې ځای نه وو، ځکه ئې ځان وژنه وکړه.»
د يادوني وړ ده، چي دوه ورځي وړاندي محمد امير توسلي په ايران کښي ځکه ځان وژنه وکړه، چي د ايران دحکومت څخه خبر ترلاسه کړی وو، چي د ايران څخه بايد خارج سي او بېرته افغانستان ته ولاړ سي.
محمد امير توسلي ۴۰کلن وو او اصلي د غور ولايت اوسېدونکي وو، چي د جمهوري نظام د سقوط څخه وروسته په ايران کي اوسېدی.