د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتونبایوا، د اسلام کلا بندر له لیدني وروسته ویلي، چي افغانستان ته د مهاجرینو بېساري ستنېدل د دغه هيواد او نړۍوالي ټولني له پاره جدي ګواښ دئ.
نوموړي ویلي، چي افغانستان د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دئ او نه سي کولای د ستنو سوو افغان کډوالو زیات بار یوازي پر اوږو واخلي.
ملګري ملتونه وایي، روان کال کي تر اوسه له ۱.۳ میلیونه زیات افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي، خو امکانات محدود دي او ډېری ستنېدونکي ښځي او ماشومان له جدي خطرونو سره مخ دي.
د بشري مرستو بوديجه هم کمه سوې او دا کار د مرستندویه بنسټونو له پاره ستونزي جوړي کړي دي.
اوتونبایوا ټینګار کړی چي نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د ستنو سوو کورنیو له پاره عاجلي مرستي او د ژوند د ښه کېدو پروګرامونه پيل کړي، ځکه که دا ستونزي حل نه سي، نو د ټولنیزي بېثباتۍ او نوي مهاجرتونو خطر به لا زیات سي.