روسيي پارس ۱ سټليټ فضا ته وليږی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې روسیي نن پنجشنبه پارس 1 ايرانی سټليټ فضا ته وليږی دا سټلیټ د دې وړتیا لری چې د ځمکې سطحې د مدار څخه 500 کیلومتره پورته په لوړ کيفيت تصويرونه ثبت او وليږي په دې راکټ کې د روسیې د هوا یوه سپوږمکۍ او ۱۷ نوري کوچنۍ سپوږمکۍ هم وې.

د راپورونو له مخي دا د ايران د ولسمشر ابراهیم رئیسی د واکمنۍ پر مهال ۱۲مه سپوږمکۍ ده چي فضا ته ليږل کيږي. د ایران د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ وزیر عیسی زریپور د چهارشنبې په ورځ وویل چې له روسیې څخه د پارس ۱ سپوږمکۍ توغولو هدف د مختلفو هیوادونو سره د فضا له لاري په نړیوالو تعاملاتو کي د پراخو اړيکو ټينګول دي.